روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

د نشو د پرېښودولو له پاره روژه نیول غوره لار ده

په داسې حال کې چې نېږدې ټول خلک د روژې مAddicts_smoker_of_Heroinياشت د روژې په نيولو او عبادت تېروي خو د نشه يي توکو معتادين يې په مردارو ځايونو او نشه کې تېروي.

د نشه يي توکو روږدي کسان نه دا چې، د روژې مياشتې له برکتونو ناخبره دي بلکې روژه نيول ورته ګران ښکاري.

له دغه کسانو څخه د جلال آباد ښار د سراج العمارت په بڼ کې دوه په نشو روږدي ځوانانو چې د نشې کولو په حالت کې و، روزخبري آژانس ته وويل(( روژه څه کوې روپۍ راکړه چې پوډر مو خلاص دي.))

 

دغه دواړه ځوان نشه يان وايي د پوډرو څکولو دې حالت ته رسولي چې روژه نشي نيولاى او د ژوند له ټولو نعمتونو څخه بې برخې شوي.

د دغه کسانو يو بل تن ملګرى غلام وايي ټوله ورځ څه نه خوري تر څو پيسې پيدا، او ځان ته پرې هېروئين وا خلي.

غلام زياتوي چې روژه نشي نيولاى خو په وينا يې که دولت د درملنې په برخه کې ورسره مر سته وکړي هڅه به وکړي چې نشه يي توکي پرېږدي او روژه ونيسي.

په همدې حال ديني علما وايي نشيانو نه يوازې دا چې په دونيا يې روغتيايي توازن له لاسه ورکړى وي بلکې د نشه يي توکو په حرام والي سره يې خپل ابدي ژوند ته هم لوى زيان اړولى.

ريښتيا هم چې د نشيانو روغتيايي توازن د مرګ پرپوله ولاړ او لړزان حالت کې وي خو د علما و او روغتيا پا لانو په وينا که د نشه د پرېښودلو هڅه وکړي کولاى شي ځان له دغه وژونکي عمل څخه وژغوري.

دینی عالم شیخ الحدیث مولوی عبداالظاهرصدیقی وايي، نشيان کولى شي د روژې مبارکې په بر  کت سره په ډ ېره اسانۍ نشه پرېږدي.

په ننګرهارکې د معتادینو د شل بستریزروغتون یو کارکوونکی ډاکتر ثمین ستانکزی هم وایي  چې د روغتيايي لحاذه روژه نيول د نشه يي توکو د پرېښودلو له پاره ترټولو غوره لار ده.

ډاکتر ثمين روزخبري آژانس ته وويل چې دوى په روغتون کې د نشيانو د درملنې ترڅنګ هغو ى ديني، معاشر وي ژوند ته رابولي او هغوى ته د لمانځه او روژې په نيولو توصيه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په کچه له يوه مېليون څخه زيات خلک په بېلا بېلو نشو روږدي او د روژې او روژند له نورو نعمتونو څخه بې برخې دي.

روزخبري آژانس

سادات:ننګرهار

د زمري 18مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 49.50
افغانی
1 یورو en 64.40 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 6 1
مزار شریف 13 8
هرات 9 4
قندهار 15 6
جلال آباد 16 13


15c