د پکتيا اوسيدونکي وايي، د تېرو دوو
ورځو واورې د ورښت له امله د دې ولايت د کليو تر منځ نښلوونکې لارې د خلکو پر مخ بندې دي.
دوی وايي، چې تېر کال کليوالي يا (دريمه درجه ) سړکونه د کليو پراختيا رياست له واورو څخه پا ک کړل، خو سږکال ياد رياست دغه سړکونه نه دي پاک کړي.
دوی وايي ،چې د کليو خلک د واورې د بندېدو له امله له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګريوان دي چې تر ټولو لويه يې د ناروغانو ستونزه ده.
د احمد ابا ولسوالۍ د مچلغو د سيمې يوتن قومي مشر نبي جان په دې اړه وويل((زموږ د سيمې لارې بندې دي، په کليو بانډو کې ناروغان روغتونو ته نشي تللی، د خلکو تګ راتګ له نورو سيمو سره قطعه شوی او له ډېرو نورو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.))
همدارنګه د دې ولايت د مېرزکې غرنۍ ولسوالۍ اوسيدونکي هم د ورته ستونزې يادونه کوي.
د دې ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي جهاد ګل د ټليفون په ليکه روزخبري آژانس ته وويل((د لارې د بندښت له امله له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګريوان يو، خوراکي توکي نشته، ناروغان روغتيايي مرکزونو ته نشي تللی. ))
دی وايي، نه پوهېږې، چې دولت ولې سږکال کليوالي سړکونه نه پاکوي او له خلکو سره مرسته نه کوي.
له بلې خوا د کليو پراختيا رياست چارواکي هم د خلکو دغه ستونزې مني د دې رياست رييس انجنر رحمت الله سروري وايي، سږ کال هم د نورو کلونو په څېر د کليوالي يا (دريمه درجه ) سړکونو د پاکولو پلان مو اړونده وزارت ورلېږلي وو، خو بدبختانه، چې د وزارت له خوا تر اوسه دوى ته د هو او نه ځواب نه دی ورکړل شوی.
نوموړی وايي دوى هم د خلکو د ستونزو له امله له ستونزو سره مخ دي او ډېرقومي مشران دوی ته مراجعه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پکتيا تر څنګ د لوګر ولايت د ازرې او خروار ولسواليو لارې هم د واورو له امله تړل شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
روزخبري آژانس
ساحل: پکتيا
د سلواغې ١٧مه
