روز بازتاب؛ دهنده واقیعت های عینی افغانستان

د جلال آباد امنيتي چارې هم افغان ځواکونو ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد او د څلورو نANA_Soldier_in_line_2ورو ولسواليو د امنتي چارو مسؤليت له بهرنيو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

په همدې اړه نن په جلال آباد ښار کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د له بهرنيو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د مسؤليت د لېږد پروسې مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي، د کليوپراختيا وزيرجارالله منصوري، د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ مشر سترجنرال شېرمحمد کريمي او د کورنيو چارو وزارت مرستيال سترجنرال عبدالرحمان الرحمان ګډون درلود.

ډاکتر اشرف غني احمدي په دغه مراسمو کې د وينا پر مهال وويل، افغان ځواکونه اوس د دې وړتيا لري، چې د خپلو سيمو امنيت په خپله وساتي.

نوموړي زياته کړه، چې له همدې امله يې د ننګرهار د مرکز جلال آباد، بهسودو، سرخرود، کامې او خېوې ولسواليو امنيتي چارې له بهرنيو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته وسپارلې.

ښاغلي احمدي زي زياته کړه، چې له حالاتو سره سم به په نېږدې راتلونکي کې د ننګرهار د ځينو نور ولسوا ليو امنيتي چارې هم له بهرنيو ځواکونو نه افغان ځواکونه ته وسپارل شي.

په يادو مراسمو کې د کليوپراختيا وزير جارالله منصوري وويل، چې په نېږدې راتلونکي کې په د ننګرهار ولايت نېږدې په ټولو ولسواليو کې د لس ميليونه ډالرو په ارزښت لويې او وړې پروژې پلې کړي.

له دې سره په خوا د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ مشر سترجنرال شېرمحمد کريمي هم وويل، چې افغان ځواکونه اوس د خپلو سيمو د بشپړ  امنيت ساتلو وړتيا لري، او په دې برخه کې ډېر بريالي دي.

نوموړي په همدې حال له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې د افغان پوځ په پياوړي کولو او هوايي ځواک په سمبالښت کې له دوى سره پوره مرسته وکړي.

ښاغلي کريمي په همدې حال وويل، چې د ختيځ زون د ښه امنيت ساتلو په موخه ملي دفاع وزارت په پلان کې لري، په نېږدې راتلونکي کې په نورستان ولايت کې يوه بله د ملي اردو لوا هم جوړه کړي.

ده وويل، چې د دغې لوا په جوړېدو سره به د ختيځ زون امنيتي چارې نور هم ښې او پر مخ لاړې شي.

بايد وويل، چې د امنيتي مسؤليت د لېږد په دوهم پرواړ کې په لومړي ځل د ننګرهار د پنځو ولسواليو امنيتي چارې افغاني شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بلخ په ګډون د مزار شريف د ځينو ولسواليو امنيتي چارې هم افغان ځواکونو ته سپارل شوې وې.

روزخبري آژانس

سادات: ننګرهار

د سلواغې ٦مه

 

نرخ اسعار

1 دالر us 49.50
افغانی
1 یورو en 64.40 افغانی
1 افغانی pk
1.84 کلدار
1 افغانی ir
26.31 تومان

درجه حرارت

ولایت بلند
پاین
کابل 6 1
مزار شریف 13 8
هرات 9 4
قندهار 15 6
جلال آباد 16 13


15c