چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو په فرا
ه ولايت کې د دوه بېلا بېلو پېښو په ترڅ کې پنځه ټنه چاودېدونکي او څلورشپېته کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول.
د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد غوث مليار روزخبري آژانس ته وويل، چې لومړۍ پوليسو د دې ولايت د لاش فرجين ولسوالۍ په اړونده سيمه کې څلور شپېته کيلو ګرامه تارياک ونيول.
نوموړي زياته کړه، دغه نشه يي توکي، چې په يوه وړوکي موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو، قاچاق وړونکو غوښتل ګاونډي هېواد ايران ته يې قاچاق کړي چې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.دى وايي، له دغه نشه يي توکو سره په تړاو څلور تنه هم نيول شوي، چې دا مهال د پوليسو تر څېړنې لاندې دي.
دغه راز سمونوال مليار زياته کړه، چې پوليسو په همدې ورځ د فراه ولايت په اړونده سيمه کې پنځه ټنه چاوېدونکي توکي د دولت له وسله والو مخالفينو څخه نيولي، خو نوموړي په دې اړه نورجزيات ورنه کړل.
د امنيت د امر په وينا، په دغه چاوېدونکو توکو کې د هاوان او توغنديو مرمۍ شاملې دي، خو کره شمېره يې په ګوته نه کړه.
ده وويل، چې د دولت وسله والو مخالفينو غوښتل له دغه چاودېدونکو توکو څخه په چاودنو کې کار واخلي، خو د پوليسو له خوا کشف او ونيول شول.
ښاغلى مليار وايي، د دغه چاودېدونکو توکو په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو د پوليسو له خوا پلټنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په کندهار ولايت کې هم د پوليسو له خوا نشه يي او چاودېدونکي توکي نيول شوي دي.
روزخبري آژانس
سروريار: هرات
د سلواغې شپږمه
