چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو په کندهار ولايت کې
څلور تنه قاچاق وړونکي او ٢١٧٧ کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي، دغه قاچاق وړونکي او نشه يي توکي د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د کندهار ولايت په بېلا بېلو سيمو کې نيول شوي.
نوموړي چې نن د کندهار ولايت د رسنيو په مرکز کې يوې خبري غونډې ته وينا کوله زياته کړه، چې په نيول شويو نشه يي توکو کې ٢٠٥٠ کيلوګرامه خام چرس او ١٢٧ کيلوګرامه تارياک شامل دي.ده روزخبري آژانس ته وويل، چې له دغه نشه يي توکو سره په تړاو څلور تنه قاچاق وړونکي له دوه موټرو سره يو ځاى د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د کندهار د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پوليسو په پنجوايي ولسوالۍ کې ٧٠٠ کيلوګرامه تارياک نيولي وو.
بايد وويل، شي چې د تېرو دوه مياشتو په ترڅ په کندهارولايت کې تر ٢٠ زره کيلوګرامه زيات نشه يي توکي چې زياتره يې خام چرس او تارياک دي، نيول شوي.
د کندهار چارواکي وايي، دوى د نشه يي توکو د کرکيلې او قاچاق په وړاندې جدي دي او سږ کال به له دغه دواړو سره جدي مبارزه وکړي.
روزخبري آژانس
پامير: کندهار
د سلواغې ٦مه
